طالبان: له افغان حکومت سره د خبرو شرط د ۵۰۰۰ بندیان خوشې کول دي

له افغان حکومت سره د طالب بندیانو یو انځور

طالبانو ویلې تر هغو چې د دوی ۵۰۰۰ بندیان د افغان حکومت لخوا خوشي نشي، دوی به له افغان چارواکو سره خبري ونه کړي.

رویترز خبري آژانس لیکلي چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له یاد خبري آژانس سره پر ټېلیفون دا خبره کړې ده.

رویترز د مجاهد له قوله لیکلي چې د سلو یا دوه سوه بندیانو خوشي کېدل مانا نه لري.

وروسته له هغه چې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي چې د بین الافغاني خبرو لپاره باید د دغو بندیانو خوشې کېدل پیش شرط نه وي، د وسله والو طالبانو ویاند دا څرګندوني کړي دي.

په هغه تړون کې چې د شنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په دوحه کې لاسلیک شو، د پنځه زره طالب بندیانو د خوشې کېدو خبره شوې ده او ویل شوي چې د مارچ پر لسمه د بین الافغاني خبرو تر پیل دمخه باید دغه بندیان خوشي شي.

خو ولسمشر غني وروسته په کابل کې یوې خبري غونډي ته وویل چې د طالب بندیانو خوشې کېدل د امریکا نه بلکه د افغان حکومت صلاحیت دی.