خوست کې د سولې هوکړې په ویاړ د ازمایښتي کانکور ازموینه اخیستل شوې

خوست کې د ازمایښتي کانکور یو انځور

خوست کې د سولې وروستۍ هوکړې په ویاړ په ازمایښتي ډول د کانکور ازموینه کې ۱۶۰۰ تنو هلکانو او نجونو برخه اخیستې وه.

د کانکور تابیا کونکي د دې پروګرام د موخو په اړه وايي، چې له دې لارې به د خوست او هېواد په کچه د سولې غږ ته پراخه انعکاس ورکړي او خلک به د سولې د وروستي تړون له ګټو خبر کړي.

د کانکور یاده ازموینه، چې د حکیم تڼیوال په تفریحي پارک کې واخیستل شوه، ګډونوالو نجونو او هلکانو يې پرې خوشالي وښوده.

د پروګرام یو تابیا کونکي سلیمان بشرمل مشال راډیو ته وویل، یاده ازموینه د سولې د وروستي هوکړه لیک په ویاړ د سمون ټولنیز بنسټ لخوا برابره شوې او دوی به له دې لارې د سولې غږ ته پراخه انعکاس ورکړي.

د پوهنې رئیس نصیراحمد روښان وویل، دا ډول ازمایښتي پروګرامونه د زده کوونکو لپاره د کانکور په اصلي ازموینه کې یو ښه لارښود کېدلی شي.

خوست کې چې شاوخوا درې نیم لکه نجونې او هلکان يې په ښوونځيو کې زده کړې کوي، هر کال پنځه زره د دولسمو ټولګیو فارغان يې د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي.