'طالبانو د سولې ولسي حرکت یو غړی له ځان سره بیولی دی'

د سولې ولسي حرکت

د سولې ولسي حرکت مسئولین وایي، طالبانو د دوی یو غړی د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې له ځان سره بیولی دی.

د دې حرکت ویاند بسم‌الله وطندوست نن په یوه وېډیویي پیغام کې ویلي چې د دوی بیول شوی غړی نظرجان نومېږي.

ښاغلی وطندوست وايي: "نظرجان او ملګري یې د طالبانو تر واک لاندې سیمو ته ورغلي وو، هلته‌یې د سولې اړوند هوکړې په اړه غونډه رابللې وه، په غونډه کې دوی د دې نېک اقدام ستاینه کوله."

د ښاغلي وطندوست اشاره د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې ته د رسېدو هوکړې ته ده چې د شنبې په ورځ قطر کې لاسلیک شوه.

طالبانو تر اوسه د سولې ولسي حرکت د دې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

له دې وړاندې هم د دغه حرکت غړي څو ځایه طالبانو بیولي، خو وروسته‌یې بیا خوشې کړي دي.