کابل کې د معلولیت لرونکو وګړو د لاسي صنایعو نندارتون

د دې نندارتون له جوړېدو هدف دا دی څو د معلولیت لرونکو وګړو له کارونو ملاتړ وشي.

په کابل کې نن د معلولیت لرونکو وګړو له لوري د لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو.

د دولت په چارو کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند ضیاالحق فضلي ازادي راډيو ته وویل چې دغه نندارتون د 'ای ډي او اېچ ای' مؤسسې په همکارۍ د دوو ورځو لپاره پرانیستی دی.

هغه زیاته کړه: "په دغه نندارتون کې د معلولیت لرونکو وګړو له لوري نږدې ۸۰ غرفو کې لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوې دي."

نوموړي وویل چې د دې نندارتون له جوړېدو هدف دا دی څو د معلولیت لرونکو وګړو له کارونو ملاتړ وشي.

په دغو غرفو کې لاسي صنایع، تزئیني وسایل، زیورات، تولیدي او خوراکي توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.

په همدې حال کې یو شمېر معلولین چې به دغه نندارتون کې یې ګډون کړی له دې کار نه هرکلی کوي او وايي، حکومت باید له دوی څخه ملاتړ وکړي او هېر یې نه‌کړي.