په امریکا او ځینو نورو هېوادونو کې د کرونا لومړنۍ مثبتې پېښې

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تر اوسه دې وایروس څه باندې ۸۶ زره کسان نیولي دي

په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د لومړي ځل لپاره د کرونا وایروس مثبتې پېښې لیدل شوې دي.

اسکاتلند، دومینیکن جمهوریت، چک جمهوریت او د امریکا رود ایلند او نیویارک ایالاتو کې تېره ورځ د کرونا د مثبتو پېښو راپور ورکول شو.

په نیویارک کې کرونا نیولی کس دې وروستیو کې ایران ته سفر کړی و.

په چک کې تېره ورځ چارواکو د کرونا د درېیو مثبتو پېښو راپور ورکړ.

په ایتالیا کې له ۱۱۰۰ ډېر کسان په دې وایروس اخته شوي او تر اوسه ۲۹ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تر اوسه دې وایروس څه باندې ۸۶ زره کسان نیولي دي او له امله‌یې نږدې ۳ زره کسان مړه شوي دي.