ارزګان کې د ملي اردو ځواکونه وستایل شول

ارشیف، افغان ځواکونه.

د افغانستان دفاع وزارت وایي لوړپوړي مسئولین‌یې د ارزګان دهراوود ولسوالۍ ته تللي او هلته‌یې د ملي اردو د ځواکونو ستاینه کړې.

د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي چې د لوی درستیز مرستیال او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان او یو شمېر نورو پوځي مسؤلینو په دهراوود کې د پرتو څو تنو سرتېرو رتبې لوړې کړې او ځینو ته‌یې د ۱۵ ورځو اضافي معاش ورکول شو.

داسې ښکاري چې د تاوتریخوالي له کمېدو سره افغان چارواکي اوس په ډاډه په لویو لارو تګ راتګ کولای شي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ له تړون وروسته چې تېره شنبه لاسلیک شو، د کومې لویې امنیتي پېښې راپور نه‌دی ورکول شوی.

طالبانو ادعا کړې چې د بلخ په یو شمېر ولسوالیو کې ۴۷ تنه افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه له دوی سره یوځای شوي.

دا ادعا یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې په ختیځ ولایت ننګرهار کې چارواکو وویل چې ۱۴ طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شوي او وسلې یې پر ځمکه ایښي.