یونان له ترکیې ورتلونکي زرګونه کډوالو ته د تلو لار نه‌ورکوي

له جمعې راهیسې زرګونه پناه غوښتونکي په سړه هوا کې د یونان په څو متري کې پراته دي خو هاخوا د اوښتو اجازه نه ورکول کېږي.

زرګونه کډوال چې په‌کې زیات افغانان هم شامل دي د یونان تر پولو رسېدلي، خو د دغه هېواد پولیس لار نه‌ورکوي.

دوی وروسته له هغه له ترکیې د یونان په لوري وخوځېدل چې د ترکیې هېواد د هغو کډوالو په مخ خپلې لارې خلاصې کړې چې غواړي اروپا ته ولاړ شي.

له جمعې راهیسې زرګونه پناه غوښتونکي په سړه هوا کې د یونان په څو متري کې پراته دي، خو هاخوا د اوښتو اجازه نه‌ورکول کېږي.

د فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې یوه افغان رسول چې خپل ووړ ماشوم‌یې په اوږه و، پرون د یونان د پولیسو له بد چلنده شکایت وکړ.

هغه وویل: "ان موږ چې ماشومان هم راسره دي یوناني سرتېرو هوايي ډزې وکړلې، هغوی له موږ هر څه چې لرو اخلي یې، زموږ پیسې، مبایلونه او هر څه، نورو ملګرو باندې مو هم همدا کیسه شوې، موږ اوس بېرته شاته راغلي یو، خو له دې زیات نه‌ځو."

یوه بل افغان کډوال نجیب هم ویلي چې د یونان پولیسو د دوی پيسې اخیستي او په زور یې بېرته د ترکیې خوا ته ګرځولي.

ترکیې د کډوالو په مخه له تېرې جمعې راهیسې ځکه خپلې پولې خلاصې کړي چې وايي نور د کډوالو د ساتلو وړتیا نه‌لري او اروپا د کډوالو د کوربه‌توب په بدل کې له ترکیې سره خپلې مالي ژمنې نه‌دي عملي کړي.

د ترکیې له‌خوا داسې وخت زرګونه کسان د اروپا په لور روان شوي چې دا هېواد په سوریه کې هم د بشار اسد له رژیم سره په نښته کې دی او د جګړو په سبب لکونه سوریایان بې‌کوره شوي او د ترکیې پولو ته‌یې پناه وړې ده.