غني او ټرمپ د سولې په وروستیو تحولاتو خبرې وکړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ خپل افغان سیال محمد اشرف غني ته ټيلیفون کړی او د سولې د پروسې په وروستیو تحولاتو یې خبرې ورسره کړي.

دا خبره افغان جمهور رئیس یکشنبه ماښام په خپله ټویټر پاڼه لیکلې ده.

ښاغلي غني لیکلي ولسمشر ټرمپ د پروسې د مخته وړلو په هدف د افغان حکومت په رهبرۍ او دولتي ظرفیت باندې ډاډ څرګند کړ.

دوی دواړو داسې وخت خبرې کړي چې شنبه امریکا او طالبانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې چې افغان او امریکايي چارواکو مشروط بللی ټول بهرني پوځیان په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه وځي او د مارچ په ۱۰مه بین‌الافغاني مذاکرات پیلېږي.