ټاکل شوې چې نن د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ هوايي دهلېز پرانېستل شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دې سره به د افغانستان تولیدات اندونیزیا ته ولېږدول شي.
هغه زیاته کړه: "دا په حقیقت کې یو بل دهلېز به وي چې د افغانستان محصولات به اندونیزیا، فلپین، نیپال،مالدیف او د دې هېوادونو ګاونډيو ته ولېږدوي."
نوموړي وویل، چې دا به د افغانستان پر اقتصادي وضیعت د پام وړ اغېزې ولري.
تر دې وړاندې افغانستان له اروپا، روسیې، چین او عربي متحده اماراتو سره هم هوايي دهلېزونه پرانېستي دي.