ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۴۳ تنو ته لوړ شوی

۲۴ ساعتونو کې په ایران کې د کرونا وایروس ۲۰۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند پرون، د فبرورۍ په ۲۹مه، وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹ تنه د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي.

له دې سره په ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر په ایران کې ۴۳ ته لوړ شوی دی.

په ایران کې د کرونا وایروس ۵۹۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې د کرونا وایروس ۲۰۵ نوې پېښې ثبت شوې دي.

هغه پر ایرانیانو غږ وکړ چې په لویو غونډو کې له ګډونه ډډه وکړي او سفرونه کم کړي.

کرونا وایروس په ډېسېمبر کې د چین په ووهان ښار کې پيدا شو.

خو تر چین وروسته، ایران د نړۍ هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېر وګړي د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي.