ټرمپ: د طالبانو له مشرانو سره به مخامخ وګورو

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د طالبانو له مشرانو سره به مخامخ وګوري او هغه وخت هم ډېر لرې نه دی.

ټرمپ وویل چې له طالبانو سره یې سختې بریالۍ خبرې وکړې او باور لري چې په پای کې به هم بریالۍ شي.

امریکا پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د سولې موافقه وکړه.

ډونالډ ټرمپ پرون د هوکړې په اړه په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:" موږ داسې هوکړه لاسلیک کړه چې سر ته یې رسولای شو، موږ هلته د خپلو عسکرو شمېر ۸۰۰۰ ته کمولای شو."

خو ډونالډ ټرمپ وویل، که چېرې خبره خرابه شوه، امریکا به بېرته ستنه شي او په داسې زور به ستنېږي چې چا به یې هېڅ کله ننداره نه وي کړي.

ټرمپ وویل، دی هیله لري چې دې ته به اړتیا نه پېښېږي.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې دی هیله لري چې طالبان به خپلې ټولې ژمنې عملي کړي د تروریستانو وژلو ته به دوام ورکړي او جنګ به جاري وساتي.

دغه راز ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "هیڅوک باید له ۱۹ کلونو وروسته پر دې هوکړه نیوکه ونه کړي."

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې کله به امریکايي پوځیان له افغانستانه وتل پیل کړي وویل: "دوی به سمدستي په وتلو پیل وکړي."

د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس، امریکايي پوځیان به په هغه صورت کې چې طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي، په ۱۴ میاشتو کې له افغانستانه ووځي.