عبدالله: ټاکنو پایلې د شخصي ګټې او تر فشار لاندې اعلان شوي

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله ویلي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو پایلې د شخصي ګټې او تر فشار لاندې اعلان شوې دي.

عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست لپاره د محمد اشرف غني له عمده رقبیانو و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فبرورۍ په ۱۸مه، اعلان وکړ چې محمد اشرف غني په ۵۰,۶۴ فیصده رایو انتخابات ګټلي دي.

د کمېسیون تر اعلان وروسته عبدالله عبدالله وویل چې دی یې نه مني.

هغه پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، په کابل کې خبریالانو ته وویل چې هېڅ کله د دې ملاتړ نه کوي چې افغانستان په بحران یا تاوتریخوالي کې ښکېل شي.

عبدالله عبدالله وویل: "د شخصي ګټو لپاره او تر فشار لاندې د ټاکنو د پایلو اعلان داسې وضعیت پېښ کړی چې د افغانستان خلکو یې پر وړاندې خواسته او ناخواسته غبرګون څرګند کړ.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې ډېسمېبر په ۲۸مه وې.