ملګري ملتونه: ټول دې افغانستان کې د تاوتریخوالي کم ساتلو ته دوام وړکړي

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي  تدامیچي یاماموتو

په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي دفتر یوناما پر ټولو خواوو غږ کړی چې د تاوتریخوالي کم ساتلو ته دوام ورکړي.

د امریکا او طالبانو د پرېکړې له مخې د فبرورۍ په ۲۲مه، په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ پېل شوه او پرون یې وروستۍ ورځ وه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو پرون د فبرورۍ په ۲۹مه، په دې اړه په یوه بیان کې ویلي چې ټولې خواوې باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره صادقانه او کلک ګامونه پورته کړي.

د یوناما په بیان کې همدا راز لیکل شوي چې د بین الافغاني خبرو پېل د سولې په هڅو کې اساسي رول لري.

دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې ټولې خواوې هڅوي چې د بین الافغاني خبرو د پېل لپاره چټک ګامونه واخلي او داسې مذاکراتي پلاوي برابر کړي چې د ټولو استازيتوب وکولای شي.

یوناما ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د داسې پروسې ملاتړ ته ژمنتیا لري چې ښځې، لږکۍ او ځوانان يې برخه وي، د ټولو افغانانو د بشري حقونو ساتنه وکړي او په افغانستان کې پایه داره سوله ټینګه کړي.