محب: طالبانو سره د هوکړې د ځینو مواردو په اړه موافق نه‌یو

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک کېدونکې هوکړې له جزئیاتو خبر دي، خو د دې هوکړې له ځینو مواردو سره له تخنیکي پلوه موافق نه‌دي.

ښاغلي محب چې د شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته خبرې کولې، د بېلګې په توګه په هوکړه کې د طالب لوري له‌خوا د اسلامي امارت یادونې ته ګوته ونیوله.

ښاغلی محب زیاتوي: "طالبان ادعا لري او په تړون کې یې هم خپل نوم د اسلامي امارت په توګه یاد کړی، که څه هم چې په قوس کې ورسره یاده شوې چې امریکا دا امارت په رسمیت نه‌پېژني، خو موږ د طالبانو د امارت له ذکر سره موافق نه‌یوو باید د طالبانو د تحریک په نوم یاد شوی وی. داسې موارد زیات دي چې له تخنیکي پلوه ورسره موږ موافق نه‌یوو."

د ښاغلي محب په وینا دوی غواړي ووايي چې د دوی د هوکړې له ټولو جزئیاتو خبر دي او له یو شمېر مواردو سره‌یې موافق نه‌دي. د نوموړي په وینا د امریکا سره به په نننۍ ګډه اعلامیه کې دې مسئلې ته اشاره وشي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار په وینا د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر سره د افغان ولسمشر غني نننۍ ګډه اعلامیه به د امریکا او طالبانو تر هوکړې وروسته د افغان حکومت امریکا او ناټو د همکاریو د راتلونکي، څرنګوالی روښانه کړي.