د امریکا دفاع وزیر کابل ته راورسېد

ارشیف، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر نن کابل ته ورسېده.

چارواکي او څارونکي باور لري چې نوموړی به په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د تړون له لاسلیک مخکې کابل کې افغان حکومت ته د واشنګټن له‌خوا د ملاتړ پر پخوانیو ژمنو د درېدو او دوام ډاډ ورکړي.

ټاکل شوې اسپر په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري.

تر اسپر مخکې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ کابل ته رسېدلی او دغلته‌یې د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره کتلي.

ښاغلي عبدالله پر خپل ټویټر لیکلي چې د ناټو له عمومي منشي یې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه د دې تړون د ملاتړ د دوام له کبله مننه کړې او دواړو افغانستان کې د تاوتریخوالي سوله‌ییز هواري ته ژمنتیا په ډاګه کړې.

ټاکل شوې چې نن د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر د افغان ولسمشر اشرف غني سره په یوه ګډه اعلامیه کې له افغان دولت سره د ناټو او امریکا پر پخوانیو ژمنو او هوکړو ټینګار وکړي.