د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ څنګه پای ته ورسېده؟

ارشیف، یو شمېر افغان سرتېري د امنیت د ټینګښت پر مهال.

تاوتریخوالي د کمېدو د اوونۍ پر مهال کومه لویه امنیتي پېښه ونه‌شوه، خو په دې اوونۍ کې لکه د تېر اوربند په څېر بشپړه ارامي هم نه‌وه.

  • په دې اوونۍ کې څه تېر شول او ایا دا اوونۍ بریالۍ وه؟

د فبرورۍ په ۲۱مه چې د کب یا حوت میاشتې له دوهمې نېټې سره برابره وه، د افغانستان په وخت د شپې ۱۲:۰۰ بجې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کموالي اوونۍ پيل شوه.

په دې اړه نور: نن شپه ۱۲ بجې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تاوتریخوالي کې د کموالي هرکلی وکړ او دا ګام‌یې د اوربند او سولې پر لور یو مهم ګام وباله، خو ښاغلي غني ټینګار وکړ چې په دې موده کې به افغان ځواکونه وضعیت په جدیت څاري او "په‌کار ده چې محتاطانه عمل وشي."

ښاغلی غني وايي: "له شک پرته د دې اوونۍ د څار او ارزونې لپاره د هېواد ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستورالعمل او لارښوونه صادره شوې او هغوی به په لوړه کچه خپل خپل احضارات ولري. "

خو د تاوتریخوالي د کموالي په اړه د طالبانو په اعلامیه کې چې د تېرې شنبې یا د کب په دوهمه خپره شوه، لیکل شوي چې د هوکړې له لاسلیک وړاندې به دواړه لوري "مناسب امنیتي شرایط رامنځته کوي"، خو اعلامیه کې د امنیتي شرایطو په اړه له دې زیات تفصیل نه‌و بیان شوی.

د تاوتریخوالي د اوونۍ د پیلېدو سره سم، د هېواد په یو شمېر سیمو کې د خوښۍ مراسم هم نیول شوي و.

د تاوتريخوالي د کمولو هرکلي ته د جلال‌اباد ښار پښتونستان څلورلارې کې ګڼ ځوانان راټول شوي وو او په اتڼ‌يې د دې ګام هرکلی کاوه.

یو شمېر نور ولایتونه هم د ورته هرکلي شاهدان وو، خو د تاوتریخوالي اوونۍ بشپړه ارامه هم نه‌وه.

د کورنیو چارو وزارت وايي د دې اوونۍ په اوږدو کې طالبانو په کاپیسا، زابل، کندهار، هلمند، لوګر، میدان وردک، بدخشان، سمنګان، بلخ، فراه، لغمان، ارزګان او هرات ولایتونو کې افغان ځواکونه په نښه کړي دي.

پلازمېنه کابل کې هم د کب په اوومه او اتمه نېټه دوه چاودنې وشوې چې په پایله کې یې یو تن ووژل شو او ۱۹ نور ټپیان شول. د دې چاودنو مسؤلیت چا ونه‌مانه.

ازادي راډیو ته امنیتي سرچینو ویلي، د تاوتریخوالي د کمېدو د اوونۍ پر مهال ۲۱ تنه امنیتي ځواکونه او څلور ملکیان وژل شوي او ۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي: "ډېری حملې د افغان ځواکونو په پوستو شوي. همدا ډول ډېر نور بریدونه د سړک غاړې ماین چاودنې وې چې ملکیانو او افغان ځواکونو ته په‌کې مرګ ژوبله اوښتې ده."

د افغانستان حکومت وايي، طالبانو د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ په اړه شوې هوکړه عملي کړې ده.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، افغان حکومت دا اوونۍ له امریکايي ځواکونو سره په ګډه په دقت څارلې ده.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي: "ډېره مهمه ده چې د دې اوونۍ په اړه یو تحلیل ولرو. هغه هستې چې له امریکايي ځواکونو سره په ګډه جوړې شوي، په ډېر چټکۍ کار کوي، څو موږ د دې اوونۍ په پای، سبا یا هم بل سبا په دې اوونۍ کې د طالبانو د فعالیتونو یا هم د تاوتریخوالي په اړه معلومات له خلکو سره شریک کړو."

طالبان هم د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ له پایلو خوښ دي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازاډي راډیو ته وویل، په دې اوونۍ کې د دوی بریدونه ۷ سلنه ته راښکته شوي و، خو حکومت پلوه ځواکونو په ۲۱ برخو کې سرغړونې کړې دي.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاس‌لیک وړاندې یو شرط د تاوتریخوالي کموالی و چې د اووه ورځو لپاره پلی شو.

د امریکا متحده ایالات او د افغانستان حکومت هیله‌من دی چې د تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ بریا به تل‌پاتې اوربند ته زمینه برابره کړي.

خو طالبان بیا وايي، د اوربند څرنګوالی به د افغانستان له حکومت سره د مذکراتو د پایلې په اوږدو کې څرګند شي.

د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې افغان حکومت او طالبانو د کوچني اختر په درې ورځو کې اوربند وکړ چې پراخ هرکلی یې وشو.

تېر کوچني اختر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ موقت اوربند.

له هغه وروسته په لوی اختر کې هم د اوربند هڅې وشوې، خو کومې پایلې ته ونه‌رسېدې او اوربند ونه‌شو.

دا چې دا ځل به تل‌پاتې اوربند وشي او د افغانستان د جګړې دا اوږده کشاله به حل ومومي او که نه، هغه پوښتنه ده چې ځواب‌یې په راتلونکې پورې اړه لري.