ویسا: نن د افغان ولس د ژوندانه یو نوی او هیله بخښونکی پړاو دی

د کابل ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلا بېلو مسایلو ترڅنګ په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په سرمقاله کې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک او په کابل کې د امریکا او ناټو د استازو ترمنځ د همکاریو د دوام لپاره د یوې ګډې اعلامیې د لاسلیک په تړاو لیکلي دي.

ورځپاڼې همدارنګه نن ورځ برخلیک ټاکونکې او تاریخې بللې او لیکلي، دا د افغان ولس د ژوندانه یو نوی او هیله بخښونکی پړاو دی چې بالاخره په افغانستان کې به دغه اوږده جګړه تر څلورو لسیزو وروسته پای ته ورسېږي.

د سرمقالې لیکونکي لیکلي چې تر اوسه پورې د دې هوکړه‌لیک بشپړ متن له رسنیو او افغان ولس څخه پټ ساتل شوی، خو سرمقاله لیکونکي ټينګار کړی چې په دغه هوکړه کې دوه ټکي ډېر مهم یاد شوي دي، لومړی دا چې د دې هوکړې له مخې به ټول امریکايي او بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي.

او دوهمه خبره هم، دا چې له افغانستان نه به پر امریکا او متحدینو یې هېڅ برید نه‌ترسره کېږي او افغانستان به نړیوالې ټولنې ته ګواښ نه‌وي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په سرمقاله کې په تل‌پاتې اوربند ټينګار کړی.

وړاندې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د پردې تر شا خبرې او د هوکړې د متن پټول ډېری کسان اندېښمن کړي او په باور یې دا هوکړه به په افغانستان کې جګړه ختمه نه‌کړي.

په سرمقاله کې اندېښنه مطرح شوې که چېرې طالبان اوربند ونه‌کړي دا هوکړه به هېڅ معنی ونه‌لري.

په سرمقاله کې راغلي، وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره لومړی باید اوربند وکړي.

سرمقاله لیکونکی لیکي، حکومت ظاهراً چمتو دی چې د زندانیانو د تبادلې په تړاو خبرې وکړي.

خو په باور یې د زندانیانو تبادله باید په افغانستان کې دایمي اوربند تضمین کړي او افغانان ډاډه شي چې بیا به تاوتریخوالی دوام نه‌کوي کنه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې به له ماتې سره مخ شي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې هم د سولې هوکړه لیک د لاسلیک په تړاو لیکنه کړې ده.

د دنیا په سرمقاله کې راغلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې تر لاسلیک وروسته به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شي.

په سرمقاله کې راغلي بیا به د افغان حکومت له لوري د طالبانو ۵ زره بندیان او د طالبانو له لوري د افغان حکومت بندیان ازاد شي او تر هغې وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي.