'هند د سولې د بین‌الافغاني خبرو ملاتړ کوي'

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هَرش ورن شرینګلا.

د هندوستان یوه لوړپوړي چارواکي ویلي چې هېواد يې د سولې د بین‌الافغاني خبرو ملاتړ کوي او هیله لري چې په دې اړه روانې هڅې نتیجه ورکړي.

د هندوستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر هَرش ورن شرینګلا دا خبره د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کابل کې د لیدو پر مهال وکړه.

د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه هندي چارواکي همداراز ویلي چې نوې ډېلي به د افغان حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي او له دې هېواد سره د کرونا وایروس پر وړاندې د مبارزې په تخنیکي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.

ښاغلي محب د سولې مذاکراتو ته په اشاره ویلي چې افغان حکومت په دې اړه لازم چمتووالی لري.

اعلامیه زیاتوي چې طالبان او ملاتړي يې باید له لاسته راغلي فرصته ګټه پورته کړي.

طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره د مخامخ خبرو وړاندیز نه‌دی منلی او ټاکل شوې ده د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقه‌لیک پر اساس بین‌الافغاني خبرې د مارچ میاشتې په ۱۰مه پیل شي.

دا موافقه‌لیک نن د امریکا او طالب استازو ترمنځ د قطر په دوحه کې لاسلیک کېږي.