ټرمپ له اردوغان سره خبرو کې پر ترکي ځواکونو حمله وغندله

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په تیلیفوني خبرو کې پر ترکي ځواکونو د سوریې هوايي حمله غندلې ده.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د جمعې په ورځ ویلي چې دوی وویل، د اسد رژيم، ایران او روسیه باید د سوریې په ادلب ولایت کې حملې ودروي.

دا وروسته له هغه چې د روسیې په ملاتړ د سوري ځواکونو په یوه هوايي حمله کې ګڼ ترکي سرتېري ووژل شول.

له دې سره د روسیې او ناټو غړي ترکيې ترمنځ وضعیت نور هم ترینګلی شو.

سپینې ماڼۍ ویلي چې په سوریه کې د بشري ناورین د مخنیوي په هدف به له ترکیې سره مرسته وکړي.

امریکا ویلي، له انقرې سره په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پر ضد په بېړنۍ توګه پر مرسته غور کوي.

دا خبره روېټرز خبري اژانس د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي له قوله د جمعې په ماښام راپور کړه.

دې چارواکي ویلي چې امریکا به د سوريې په ادلب ولایت کې د سوريې د حکومتي ځواکونو پر ضد له ترکیې سره د معلوماتو شریکولو او تجهیزاتو په برخه کې مرسته وکړي.

دغه چارواکی چې نوم‌یې نه‌دی یاد شوی، ویلي چې په دغو مرستو کې د امریکا د نظامي واحدونو ښکېلتیا نه‌ده شامله.

تر دې یو څو ساعته مخکې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د سوريې په شمال لوېديځ کې د بشپړ اوربند غوښتنه وکړه.