څومره احتمال شته چې د امریکا-طالبانو د موافقې محتوا پاکستان سره شریکه شوې وي؟

ارشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد او د پاکستان صدراعظم عمران خان. انځور تزئیني بڼه لري

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې به د نورو هېوادونو د استازو ترڅنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ګډون کوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې د دې موافقې محتوا له پاکستاني چارواکو سره مخکې له مخکې نه‌ده شریکه شوې.

د امریکا او طالبانو د مذاکراتو پر مهال امریکايي چارواکو څو ځلې له پاکستاني چارواکو سره ولیدل.

دا چې د دې موافقې په محتوا کې به د پاکستان ګټو ته څومره پام شوی وي، ملالۍ بشير د امریکا په فلوريډا ایالت کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو له پوه ډاکتر محمد تقي سره مرکه کړې ده او په سر کې يې پوښتنه کړې، څومره احتمال شته چې د دې موافقې محتوا مخکې له مخکې له پاکستاني چارواکو سره شریکه شوې وي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا په فلوريډا ایالت کې د جنوبي اسیا د سیاسي چارو له پوه ډاکتر محمد تقي سره مرکه