'۱۰۱ کسه د نشه‌یي موادو د قاچاق په جرم زنداني شوي'

ارشیف.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز محکمو په تېره یوه میاشت کې د نشه‌يي موادو د ۶۱ پېښو په اړه حکمونه صادر کړي دي.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، په دې ۱۰۱ کسانو کې چې ۱۱ تنه‌يې دولتي مأمورين دي، له يوه کال څخه نيولې بيا تر ۳۰ کالو پورې په بند باندې محکوم شول.

دغه ډول په تېرو ۳۰ ورځو کې امنیتي ځواکونو د نشه‌يي موادو د قاچاقو ۸۲ قضیې له ۱۰۱ تورنو کسانو سره یوځای دې مرکز ته لېږلې چې د دې مرکز څارنوالان به‌یې وڅېړي.

له دې نیول شویو کسانو څخه ۲۵يې غوښتل چې د هېواد د هوايي ډګرونو له لارې نشه‌يي مواد په خپلو خېټو کې بهر ته قاچاق کړي.