ننګرهار کې له ۳۰۰ کیلوګرامه زیات نشه‌یي مواد نیول شوي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه ۳۰۰ کیلوګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار پولیسو د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې ۴۶ کیلوګرامه چرس ونیول چې په یوه موټر کې پټ کړای شوي ول.

په دوهمه پېښه کې پولیسو د دې ولایت په شېرزادو ولسوالۍ کې ۲۸۵ کیلوګرامه اومه چرس او دوه کیلوګرامه تاریاک ونیول چې د استوګنې په یوه کور کې پټ کړل شوي ول او په درېیمه پېښه کې د جلال‌اباد ښار په نهمه ناحیه کې ۴۶ کیلوګرامه چرس ونیول شول چې د موټرسایکل په وسيله‌يې قاچاق کول.

د نشه‌يي موادو د دې پېښو په تړاو پنځه کسان هم نیول شوي دي.