کابل کې نږدې ۲۰ کیلوګرامه ښیښه نیول شوې

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو په کابل ښار کې نږدې ۲۰ کیلوګرامه ښيښه ونیوله.

د کورنیو چارو وزارت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، پولیسو د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د استوګنې په یوه کور کې ۱۹ کیلو او ۸۵ ګرامه ښيښه ونیوله.

دا نشه‌يي مواد د فراه ولایت له بکوا ولسوالۍ څخه کابل ته راوړل شوي ول چې د قاچاقو په تور یې دوه کسان هم نیول شوي دي.