د روغتیا نړیوال سازمان: اوس هم د کرونا مخه نیول کېدای شي

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګبریاسوس «Tedros Adhanom Ghebreyesus» وايي چې که د کرونا وایروس د کنټرول لپاره جدي اقدامات وشي، نو نړۍ اوس هم د دې ناروغۍ د خپراوي مخه نیولای شي.

ښاغلي ګبریاسوس پرون په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې موږ په یوه ټاکونکي حالت کې یو ځکه دا وایروس د سرایت وړتیا لري.

تر دې مهاله د نړۍ په شااوخوا ۴۰ هېوادونو کې له ۸۲ زره زیات کسان په کرونا وایروس اخته شوي دي چې اکثر په چین کې دي او تر دې دمه‌یې په ټوله نړۍ کې له ۲۷۰۰ زیات کسان وژلي دي.

د منځني ختیځ په هېوادونو کې هم د دې ناروغۍ له ۳۵۰ د زیاتو پېښو راپور ورکړل شوی چې ډېری اخته کسان د مذهبي مراسمو لپاره ایران ته تللي دي. په همدې حال کې سعودي عربستان پرون پنجشنبه خپلې پولې د هغو خلکو پر مخ بندې کړې دي چې د عمرې حج په مقصد دې هېواد ته ځي او همداراز د ۲۵ هېوادونو سیلانیانو ته‌یې ویزې بندې کړې دي چې د کرونا وایروس نښې په‌کې موندل شوې دي.

که څه هم په سعودي عربستان او قطر کې د دې ناروغۍ موارد نه‌دي لیدل شوي، خو په کوېټ او بحرین کې په ترتیب سره ۴۳ او ۳۳ کسان په دې ناروغۍ اخته شوي دي.