د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه سبا شنبه لاسلیکېږي

ارشیف، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په دوحه کې له یو شمېر چارواکو سره د لیدو پر مهال. July 08, 2019

په پام کې ده چې سبا د ۱۳۹۸ کال د کب په ۱۰مه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لاسلیک شي.

چارواکو ویلي تمه ده چې په دې مراسمو کې به شااوخوا د ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران یا استازي حاضر وي.

د دې سند د لاسلیک نېټه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ اعلان کړه.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دا موافقه به د طالبانو په استازیتوب د طالبانو مرستیال مشر او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړي، خو معلومه نه‌ده چې د امریکا له‌خوا به دا سند ایا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد لاسلیکوي که بل څوک.

پر دې موافقې خلیل‌زاد او د طالبانو د سیاسي دفتر غړو له تېر څه باندې یو کال راهیسې کار وکړ.

په همدې حال کې د راپورونو له مخې د امریکا او روسیې په ګډون د بېلابېلو هېوادونو چارواکي دوحې ته رسېدلي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر ټویټر په یو بیان کې ویلي چې د افغانستان لپاره د کرملېن ځانګړی استازی ضمیر کابلوف به له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د موافقې د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړ شي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د دې بیان په اړه په تبصره کې لیکلي دي چې دا موافقه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه نه‌ده، بلکې طالبانو ته یو فرصت دی چې له تشدد څخه لاس واخلي.