کابل کې چاودنې یو تن وژلی او ۱۰ نور ټپیان دي

د افغانستان په عمومي نقشه کې کابل ولایت.

په کابل کې پرون پنجشنبه په یوه چاودنه کې یو ملکي کس ووژل شو او ۱۰ نور ټپیان شول.

د کورنیو چارو وزارت ویاندې مروې امیني تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې چاودنه د پلازمېنې کابل د شپږمې ناحیې په سرکارېز سیمه کې شوې ده.

اغلې امیني وايي: "پر بایسکل د ځای پر ځای شوي مقناطیسي بم په چاودنه کې یو ملکي وګړی شهید او ۱۰ نور ټپیان شول. دا پېښه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې پر اړونده سرکارېز سیمه کې شوې."

له دې مخکې د چهارشنبې ورځې په ماښام هم د کابل په شپږمه ناحیه کې د فیض محمد کاتب پر واټ پر بایسکل د ایښودل شوي ماین چاودنې د یوې ښځې په ګډون ۹ ملکي وګړي ټپیان کړل.

دا دوه پېښې داسې مهال کېږي چې په افغانستان کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو اوونۍ پیل شوې او نن‌یې وروستۍ ورځ ده.

طالبانو په دواړو پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.