افغان پلاوی قطر کې دی؛ 'د طالب بندیانو د خوشې کولو پرېکړه د ملي ګټو پر بنسټ ده'

د افغانستان په یوه زندان کې یو شمېر طالب بندیان.

د قطر پلازمېنې دوحې ته د افغان حکومت د یوه پلاوي د سفر په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د طالب بندیانو د خوشې کولو په برخه کې به د هېواد د ملي ګټو په رڼا کې پرېکړه وشي.

د دې وزارت ویاندې ناجیې انوري په یوه پیغام کې چې پرون‌یې پر خپله ټویټرپاڼه خپور کړی د جزئیاتو له څرګندولو پرته یوازې دومره لیکلي دي چې د طالب بندیانو خوشې کول به د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.

مېرمن انوري زياتوي: "د طالب بندیانو ازادول د افغان حکومت واک دی. د سولې په چارو کې د دولت وزارت له اړوندو ادارو سره په همغږۍ کې د طالب بندیانو پر موضوع بشپړ تسلط لري او حکومت چې په دې اړه هره پرېکړه وکړي د ملي ګټو پر بنسټ ده او د سولې له بهیر سره مرسته کوي."

په همدې حال کې فرانس پرس خبري اژانس د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند جاوېد فیصل له قوله لیکلي دي چې نوموړی وايي، حکومت د طالبانو او د افغانستان د نړیوالو شریکانو له غوښتنې سره سم د قطر پلازمېنې دوحې ته یو شپږ کسیز پلاوی استوي. د ښاغلي فیصل په وینا دا پلاوی مرکچي پلاوی نه‌دی، بلکې یوازې له طالبانو سره به لومړني تماسونه ټینګوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون د ټویټر پر رسمي پاڼه د خپاره شوي خبر له مخې د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین‌الدین مظفري او همداراز د بهرنیو چارو وزارت او ملي امنیت شورا استازي او د محبسونو د تنظیم د چارو مسؤل د دې پلاوي غړي دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره شپه له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې طالبانو دوحې ته د دې پلاوي د ورتلو غوښتنه نه‌ده کړې.

ښاغلی شاهين وايي: "دا پلاوی موږ نه‌دی راغوښتی، خو کېدای شي چې امریکايي لوري راغوښتی وي. زموږ د موافقې چوکاټ معلوم دی او هغه دا چې لومړی به دا موافقه لاسلیک کېږي، وروسته د اعتماد جوړونې پړاو پیلېږي چې په دې ترڅ کې به زموږ ۵ زره بندیان او د کابل ادارې زر بندیان خوشې کېږي او له هغه وروسته بین‌الافغاني خبرې پیلېږي او له ټولو افغان اړخونو سره به خبرې کېږي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین.

تمه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه سبا شنبه په دوحه کې لاسلیک شي. د راپورونو له مخې په دې مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې به د شااوخوا ۳۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او استازي ګډون وکړي، خو د افغان حکومت ځای به په دې مراسمو کې تش وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې جمعې په ورځ د دې موافقې د لاسلیک نېټه اعلان کړه او همداراز د یوې اوونۍ لپاره د تاوتريخوالي د کمېدو په اړه د امریکا او طالبانو د موافقې خبر یې ورکړ چې د دې اوونۍ شپږ ورځې له کومې مهمې پېښې پرته تېرې شوي او نن‌يې وروستۍ ورځ ده.