ایران کې د کرونا له امله د مړو شمېر ۲۶ ته ورسېد

په ایران کې په کرونا وایروس اخته کس د قرنطین پر مهال.

په ایران کې چارواکو وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هغه هېواد کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۲۶ ته لوړ شوی دی.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن د فبرورۍ په ۲۷مه، رسنیو ته وویل چې په ایران کې د کرونا وایروس ۲۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

کرونا وایروس په ډسمبر کې د چين په ووهان ښار کې خپور شو.

له هغه راهیسې زرهاوو کسان په دې وایروس اخته شوي دي.

له چینه بهر د کرونا وایروس له امله تر ټولو زیات وګړي په ایران کې مړه شوي دي.

په ایران کې د کرونا وایروس لومړۍ پېښه د قُم په ښار کې ثبت شوه.