په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې لاسلیک ته دوه ورځې پاتې دي، افغان حکومت د بینالافغاني مذاکراتو لپاره هلې ځلې پیل کړې دي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د سولې بهیر د لاپياوړي کولو لپاره له بهرنیانو سره لیده کاته او نظرونه تبادله کوي.
د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۰۸» ازادي راډيو ته وویل: "له بهرنیو سفیرانو، استازو او نورو نړیوالو همکارانو سره د سولې په چارو کې د دولت وزیر لیدنې د سولې بهیر پر بحث متمرکزې دي او دا چې د سولې په اړه د نظرونو تبادله او له دغه بهیر نه د ملاتړ ډله برابره شي."
د دغه وزارت د وزیر عبدالسلام رحیمي له ټویټرپاڼې نه خپاره شوي راپورونه ښيي، چې دوی په کابل کې د جرمني سفارت شارژدافیر، اروپايي ټولنې له استازي او یو شمېر نورو بهرنیو استازو سره لیده کاته کړي دي.
په کابل کې مې د آلمان سفارت @GermanyinAFG له شارژدافیر کریسټوف پلیکس سره ښه لیدنه لرله. د افغانستان د سولې بهیر #AfgPeaceProcess پر پرمختګونو او اړوندو مسایلو مو بحث او خبرې وکړې. pic.twitter.com/Xxnssl70Xu
— Abdul Salam Rahimy (@ASalamRahimy) February 26, 2020
مېرمن انوري وایي، د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بینالافغاني مذاکراتو د پیل لپاره چې ټاکل شوې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک ۱۰ ورځې وروسته پیل شي، مذاکراتي ټیم برابر کړی او دا مهال د دغه پلاوي پر تخنیکي ظرفیت جوړونې کار روان دی.
که څه هم اغلې انوري د دغه پلاوي د شمېر او څرنګوالي په اړه څه نهوايي، خو افغان حکومت له دې وړاندې ویلي وو چې د دغه ټاکل شوي پلاوي شمېر ۱۵ کسه دی.
له طالبانو سره د سولې د خبرو په پلاوي کې څوک څوک شامل دي؟
تازه یو شمېر امریکايي سرچینو 'سي اېن اېن' ټلوېزیون ته ویلي دي چې په دې ۱۵ کسیز مذاکره کوونکي پلاوي کې به د افغانستان پنځه حکومتي او ۱۰ نور سیاستوال او د مدني ټولنو استازي شامل وي.
'سي اېن اېن' لیکي دا لا معلومه نهده چې د بینالافغاني خبرو اترو مشري به څوک کوي.
Secretary of State Mike Pompeo says the US will sign an agreement with the Taliban "if and only if" reduction in violence is successfulhttps://t.co/49oRGqR4io pic.twitter.com/PCpckdIgl0
— CNN Politics (@CNNPolitics) February 25, 2020
زلمی خلیلزاد، د نېلسن ماندېلا پخوانی وکیل جورج بېزوس، د اردن د بهرنیو چارو وزیر مورن معشر، د اروپایي ټولنې پخوانۍ استازې فدریکا موګرېني او که یو فیلیپیني سارنوال؟
که څه هم 'سي اېن اېن' ته سرچینې ویلي چې افغان حکومت ښایي د خلیلزاد مشري ونهمني.
افغان حکومت د 'سي اېن اېن' د راپور په اړه د ازادي راډیو پرلهپسې اړیکو ته ځواب ونهوایه.
دا هم نهده په ډاګه چې د مذاکره کوونکي افغان پلاوي په ترکیب کې به بدلون راشي کنه؟
خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو په پیل کې په ډاګه شي.
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له تېرو شپږو ورځو راهیسې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ تجربه کوي.
په دې اړه نور: نن شپه ۱۲ بجې د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ پیلېږيد افغانستان د سولې عالي شورا روانه ازمېښتي اوونۍ بریالۍ بولي، خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په دغې اوونۍ کې امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې، د اوونۍ په پای کې به یاده موده په هر اړخیز ډول وارزول شي او د تاوتریخوالي د کمښت اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته په دې کار کوي چې په هېواد کې تاوتریخوالی صفر ته راښکته کړي.
طالبان وايي، د تاوتریخوالي د کمښت هوکړه ښه پلې شوې او تر دې مهاله جدي سرغړونه نهلیدل کېږي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دې اوونۍ د غځېدو په اړه اوس څه نهشي ویلی، خو په تړون کې د دې اوونۍ د تمدید په اړه لارښوونې شته چې له لاسلیک وروسته د دواړو خواوو ژمنو او مکلفیتونو ته ورګرځي.
د دې اوونۍ په مناسبت تېره ورځ ناوخته د افغانستان دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر د کابل سړکونو ته راوتلي ترڅو د سولې په تړاو د خلکو نظرونه واوري.
له دې سره د پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه اسدالله واحدي وایي چې افغانانو ته پهکار ده چې له اوسنیو چانسونو ښه ګټه پورته کړي.
ښاغلی واحدي زیاتوي: "زه فکر کوم چې حکومت ته پهکار ده چې نور دې له دې حالت (خپلمنځیو لانجو) نه راووځي، دښمنۍ هېرې کړي او یو بل ته سره لاسونه ورکړي ترڅو د جګړې ټغر ټول شي."
ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر مرکز دوحه کې د سولې هوکړه لاسلیک شي، دا چې افغان حکومت ته د دغې هوکړې د لاسلیک په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې که نه تر دې دمه افغان حکومت په دې اړه څه نهدي ویلي.