د بامیان تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره د جاپان مرسته

ارشیف، د بامیان بت.

د جاپان حکومت د بامیان د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره ۳،۸ میلیونه ډالره مرسته کوي.

ملګرو ملتونو په بامیان کې ځیني تاریخي اثار په هغو نړیوالو فرهنګي ارزښتونو کې شامل کړي چې د له‌منځه تللو یا ویجاړېدو تر خطر لاندې دي.

د بامیان والي، محمد طاهر زهیر د ازادي راډیو خبریالې ته وویل چې د جاپان سفارت غواړي چې د بامیان تاریخي اثار له خطره ووځي.

د بامیان والي وویل چې په هغه ولایت کې د تاریخي اثارو د خوندیتوب لپاره زیاته بودجه په‌کار وه او د افغانستان حکومت‌یې د ورکولو توان نه‌درلود.