اوچا: ایران سره د افغانستان غربي ولایتونو تګ راتګ د اندېښنې وړ ده

د افغانستان حکومت د فبرورۍ په ۲۳مه په نیمروز او هرات کې له ایران سره پوله وتړله، خو د فبرورۍ په ۲۵مه‌یې تګ راتګ ته اجازه ورکړه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره "اوچا" وايي چې له ایران سره د غربي ولایتونو تګ راتګ په دې هېواد د کرونا وایروس د خپرېدو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.

د دې ادارې په خبرپاڼه کې چې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، خپره شوې لیکل شوي چې په افغانستان کې یوازې یوه مثبته پېښه ثبت شوې، خو ۱۰ وګړي تر دې شک لاندې دي چې کرونا وایروس لري.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې په افغانستان کې اوس‌مهال ۷۰۹ چپرکټونه په کرونا وایروس د اخته کسانو د قرنطین لپاره شته او د روغتیا نړیوال سازمان نږدې ۵ لکه خبرپاڼې خلکو ته د معلوماتو ورکولو لپاره چاپ کړې دي.

د افغانستان حکومت د فبرورۍ په ۲۳مه په نیمروز او هرات کې له ایران سره پوله وتړله، خو د فبرورۍ په ۲۵مه‌یې تګ راتګ ته اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې په نیمروز او هرات کې به د عامې روغتیا وزارت ځانګړې ډلې هغه خلک چې ایران ته ځي او راځي معاینه کوي.