امریکا د کتائب حزب‌الله ډلې مشر یو نړیوال ترورېست ونوماوه

د کتائب حزب‌الله ډلې یو شمېر جنګیالي

د امریکا متحده ایالاتو په عراق کې د ایران ملاتړې د کتائب حزب‌الله ډلې مشر د یوه نړیوال ترورېست په توګه ونوماوه.

دغې ډلې په دې وروستیو کې په عراق کې دېره پر امریکایي او نورو بهرنیو سرتېرو د یو شمېر حملو مسؤلیت اخیستی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون وویل چې متحده ایالات د دغې ډلې د وسله‌والې څانګې مشر احمد الحمیداوي د ځانګړو نړیوالو ترورېستانو په فهرست کې شامل کړ.

د دغه اقدام له مخې په امریکا کې د هغه شتمني، که وي، کنګل کېږي او ورسره مالي راکړه ورکړه جرم ګڼل کېږي.

د کتائب حزب‌الله ډله په ۲۰۰۹ م کال یوه ترورېستي ډله نومول شوې ده.