ټرمپ: په کرونا د امریکایانو د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وایي، پر کرونا وایروس د امریکایانو د اخته کېدو خطر ډېر لږ دی او هغه اقدامات چې حکومت کړي، په نړیواله کچه له دغه خپاره شوي وایروس څخه‌یې د امریکا له خوندي کولو سره مرسته کړې ده.

ډونالد ټرمپ چې پرون‌یې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وویل چې امریکا د دغه وایروس په وړاندې د واکسین په جوړولو کې په چټکۍ پرمختګ کوي.

هغه وویل، لومړیتوب‌یې د امریکایانو روغتیا او خوندیتوب دی. ټرمپ له هغو سیمو پر مسافرت د بندیزونو لګول د اساسي اقداماتو په توګه یاد کړل چې کرونا وایروس په‌کې خپور شوی دی.

د امریکا د روغتیا او د بشري خدمتونو د وزارت د راپور له مخې په متحده ایالاتو کې د کرونا وایروس ۵۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ۴۲یې هغه مسافر دي چې د ډایموند پرنسېس په نوم له جاپاني تفرېحي کښتۍ څخه امریکا ته انتقال شوي دي.

درې تنه هم د چین له ووهان ښاره چې د کرونا وایروس اصلي سرچینه ده، امریکا ته ستانه کړای شوي دي.