د افغانستان کرکټ بورډ پر محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ

د افغاستان کرکټ ملي لوبډلې غړی محمد شهزاد

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پر وتلي غړي، محمد شهزاد لګېدلی بندیز لیرې کړ.

د افغانستان کرکټ بورډ تېر دوبی اعلان وکړ چې محمد شهزاد د کرکټ بورډ له خبرتیا او اجازې پرته له افغانستانه بهر سفر او په لوبه کې ګډون کړی چې له اداري اصولو سرغړونه بلل کېږي او د یوه کال لپاره‌يې د کرکټ په سیالیو کې له ګډونه منع شوی دی.

خو دې ادارې پرون د فبرورۍ په ۲۶مه، پر ټویټر خبر ورکړ چې محمد شهزاد له بندیزونو خلاص شو.

د افغانستان د کرکټ بورډ پر وېب‌پاڼه لیکل شوي چې محمد شهزاد تر تقریباً اوو میاشتو بندیز وروسته ازاد دی او کولائ شي چې هر ډول کرکټ وکړي، خو د هغه پر قرارداد لګېدلی بندیز به پر ځای وي.

د محمد شهزاد پر قرارداد بندیز د روان کال په اګسټ کې پای ته رسېږي.

کرکټ بورډ لیکلي چې د ملي لوبډلې دې بټس من او وکېټر د عفوې غوښتنه کړې وه او ژمنه‌یې کړې چې بیا به تېروتنې نه‌تکراروي.