اروپايي ټولنې یو ځل بیا له افغان حکومت د ملاتړ د دوام اعلان وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي رولاند کوبیا سره د لیدنې پر مهال.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي یو ځل بیا د افغانستان له حکومت څخه د ملاتړ او ورسره د همکارۍ د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

د ارګ په یوې اعلامیه کې راغلي چې رولاند کوبیا نن تر غرمې دمخه په ګلخانې ماڼۍ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر مهال دا خبره کړې ده.

د اعلامیې له مخې ښاغلي کوبیا د افغانستان له ټولو سیاستوالو غوښتي چې د سولې پروسې د بریالي ترسره کېدو لپاره په ګډه کار وکړي.

ولسمشر غني په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي ته ویلي چې د سولې پروسې د فرصتونو او احتمالي خطرونو په اړه‌یې له بېلابېلو لورو سره سلامشورې کړي او د دغو چارو د ښه مدیریت لپاره چمتووالی لري.

د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د استازي زلمي خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د سیاسي مشرانو ترمنځ تر ډېرو خبرو اترو وروسته ټاکل شوې ده د روانې فبرورۍ پر ۲۹مه د دواړو لورو ترمنځ توافق لاسلیک شي چې له مخې به‌یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته زمینه برابره شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د توافق تر لاسلیک دمخه د سولي لپاره د اعتماد فضا د رامنځته کېدو په هدف په افغانستان کې د یوې اوونۍ لپاره د تاتریخوالي د کمېدو پرېکړه شوې وه چې نن د دې اوونۍ د پیل پنځمه ورځ ده.

د افغانستان خلکو د دې پرېکړې تود هرکلی وکړ.