روسیې خپل وګړي ایټالیا، جنوبي کوریا او ایران ته له سفر منع کړي

د روسیې په یوه هوايي ډګر کې مسافر

روسیې له خپلو وګړو غوښتي چې ایټالیا، جنوبي کوریا او ایران ته چې د کرونا وایروس ځپلي دي، له سفره ‌‌ډډه وکړي.

د روسیې د مصرفوونکو د خوندیتوب ادارې یوه مسؤل نن خبرداری ورکړ چې ترڅو په دغو درېیو هېوادونو کې روغتیایي وضعیت ثبات نه‌وي پیدا کړی، روسي وګړي دې هلته سفر نه‌کوي.

مسکو تر دې وړاندې د کرونا وایروس د خپرېدو له وېرې روسیې ته د چینایي وګړو پر ورتلو بندیز لګولی وو.

د دې ناروغۍ دوه مثبتې پېښې وړاندې په روسیې کې لیدل شوې وې چې یوه‌یې په سایبریا کې په چیتا ښار او بله په تیومن سیمه کې وه. دواړه کسان تر درملنې وروسته له روغتونونو خارج شوي دي.