ایران سره د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه اتریش کې غونډه کوي

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه جرمني، فرانسه، بریتانیا، چین او روسیه هڅه کوي چې دا تړون خوندي کړي.

له ایران سره د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه نن چهارشنبه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې غونډه کوي.

له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون پاتې شامل قدرتونه جرمني، فرانسه، بریتانیا، چین او روسیه هڅه کوي چې دا تړون خوندي کړي.

د ایران استازی هم دې غونډې ته ورځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دا یو چانس دی مخکې له دې چې ډېره ناوخته شي د کړکېچ مخه به ونیسو.

دا غونډه وروسته له هغه جوړېږي چې جرمني، فرانسې او بریتانیا ځیني جنجال پاروونکي پروسیجرونه منځته ته راوستل چې ښايي پر تهران د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا پیل کړي.

امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره له اټمي تړونه ووته او په ایران‌یې سخت بندیزونه پیل کړل.

ایران هم د دغه تړون له رعایته سرغړونه کړې ده او د یورانیمو بډاینې ته‌یې دوام ورکړی دی.

ایران ویلي که بندیزونه ترې لیرې شي بېرته به د تړون د موادو رعایت ته ورستون شي.