نیوزویک: افغانستان د سولې تر تړون وروسته د امریکا مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري

ځینې بهرنۍ ورځپاڼې

  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونه د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ په وینا لیکي چې له طالبانو سره د سولې داسې تړون لاسلیک ته خورا نږدې شوی دی چې په رسمي ډول د افغانستان جګړه پای ته ورسېږي.

ولسمشر ټرمپ دا خبره پرون په نوې ډېلي کې وکړه، ده وویل چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

ښاغلي ټرمپ همداراز د افغانستان د سولې د هڅو ډېره ستاینه وکړه، خو دا یې څرګنده نه‌کړه چې له افغانستانه به د خپلو پوځیانو ایستل کله پيلوي.

تمه ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شنبې په ورځ د سولې تړون لاسلیک شي.

  • نیوزویک

له طالبانو سره د سولې په اړه بله چاپي خپرونه، نیوزویک لیکي، افغانستان د سولې تر تړون وروسته د متحده ایالاتو اوږدمهاله مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.

دا مجله د کتونکو په باور لیکي چې په افغانستان کې ډېرې پروژې مالي مرستو ته ضرورت لري.

وړاندې د نړیوال کړکېچ ډلې د غړي اندریو واتکنس په وینا راغلي دي چې افغانستان په ډېرو برخو کې همکاریو او ملاتړ ته ضرورت لري.

نیوزویک ته د چتم هاوس په څېړنیز مرکز کې څېړونکي حمید حکیمي ویلي دي چې بې‌کاري، د خلکو بې‌ځایه کېدل او د چاپېریال ستونزې هغه موارد دي چې باید جدي پاملرنه ورته وشي. د ښاغلي حکیمي په وینا په افغانستان کې سوله یوه پروسه ده.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

ستارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د پام وړ تاوتریخوالي د کمېدو اوونۍ روانه ده، خو د سې شنبې په ورځ امریکایي پوځیانو په دغه هېواد کې د داعش وسله‌وال په نښه کړل.

ورځپاڼه د امریکایي ځواکونو د یوه ویاند ډګروال ساني لګېت په وینا لیکي چې د هوایي برید په ترڅ کې په کونړ ولایت کې د داعش څلور تنه وژل شوي دي.

ډګروال لګېت پر ټویټر لیکلي دي چې دوی د امریکا، افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د شخړو د کمېدو هرکلی کوي، خو په ورته وخت کې که چېرته داعش د افغانستان په کوم ځان کې ځان پټوي دوی به‌یې مخه نیسي.

ورځپاڼه د کونړ د مرستیال والي غني مصمم په وینا لیکي چې په وژل شویو کې د کونړ لپاره د داعش د نومول شوي والي مرستیال او د دې ډلې یو پوځي مشر هم شامل دي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي دي چې په دې برید کې افغان ځواکونو برخه نه‌ده اخیستې.