ایران کې د کرونا وایروس له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی

په نړۍ کې په دې وژونکي وايروس تر ٨٠زرو ډېر کسان اخته شوي او شاوخوا ٢٧٠٠ کسان يې تر ډېره په چين کې مړه کړي دي.

په ايران کې په کرونا وايروس د ٣ نورو کسانو له مړينې سره په دې وايروس د مړو شمېر ١٦ ته ورسېد.

دا له چين د باندې، چې په دې وژونکي ډېر کسان مړه شوي، د مړينو تر ټولو لوړ شمېر دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته د خبرو پر مهال د ايران له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د دې ناروغۍ په اړه حقايق ووايي.

هغه زیاته کړه: "د امريکا متحد ايالاتونه د هغو معلوماتو له کبله سخت اندېښمن دي، چې ښيي د ايران رژيم ښايي په دغه هېواد کې د دې ناروغۍ د خپرېدو په اړه مهم جزئيات پټ کړي وي."

مايک پامپيو وويل د ايران په ګډون ټول هېوادونه دې د کرونا وايروس په اړه حقايق ووايي او له نړيوالو مرستندويو سازمانونو سره دې همکاري وکړي.

د کرونا وايروس د خپرېدو په اړه اندېښنې وروسته له هغې زياتې شوې، چې په ايران، ايټاليا او جنوبي کوريا کې په دې ويراوس د خلکو د اخته کېدو تازه پېښې زياتې شوې.

په نړۍ کې په دې وژونکي وايروس تر ٨٠زرو ډېر کسان اخته شوي او شاوخوا ٢٧٠٠ کسان يې تر ډېره په چين کې مړه کړي دي.