امریکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر ۸۶۰۰ ته راکموي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د فبرورۍ په ۲۵مه، وویل چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر به ۸۶۰۰ ته را کم کړي.

ټرمپ نن دا خبره په نوې ډیلي کې خبریالانو ته کړې ده.

هغه همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې یې ستایل شوې دي.

ټرمپ نن ونه ویل چې څه وخت به د سرتېرو شمېر کموي.

د امریکا حکومت او وسله وال طالبان د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه عملي کوي او نن یې څلورمه ورځ ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې که د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه ښه عملي شوه، د فبرورۍ په ۲۹مه به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړي.

د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته به بین الافغاني خبرې پېلېږي چې په هغه کې به د دایمي اروبند پر اعلان، د امریکايي سرتېرو د کمېدو او داسې نورو مهمو مسئلو په اړه پرېکړې کېږي.