امریکا: د لوړې مراسم وځنډېدل؛ موازي حکومت مه‌جوړوئ

اجرائیه رئیس او د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله کابل کې د خبري غونډې پرمهال.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان له سياسي مشرانو غوښتي چې د موازي حکومت له جوړولو ډډه وکړي.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغان سياستوال دې د اساسي قانون او د قانون د حاکميت خلاف د موازي حکومت د جوړولو په ګډون له بې‌ثباتوونکو اقداماتو ډډه وکړي.

یاد وزارت دا غوښتنه په داسې حال کې ورکوي، چې د عبدالله عبدالله مشرۍ د ثبات او همپالنې ډلې د ځينو ولايتونو لپاره واليان معرفي کړي دي.

عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ انتخاباتو نتيجې يې نه دي منلي، ويلي يې دي، چې يو ټول شموله حکومت به جوړوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پرون ناوخته په يوه اعلاميه کې د افغانستان له سياسي مشرانو او د هغوى له ملاتړو غوښتنه وکړه، چې سياسي بحث په ارامه بڼه د تاوتريخوالي له خبرداري پرته پرمخ بوځي.

د اعلاميې په پاى د افغانستان د حکومت مننه شوې، چې د ولسمشر په توګه د محمد اشرف غني د لوړې د مراسمو له ځنډولو سره يې هوکړه کړې ده.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، پر دې نېټې اختلاف شته.

سرچينې د لوړې مراسمو د ځنډېدو خبر تائيد يا رد نه کړ.

د اعلاميې په حواله د سياستوالو او د هغوى د ملاتړو دا ډول اقدامات د افغانستان حاکميت او اتحاد زيانمنوي، هغه دوه اصله چې امريکا يې په کلکه ملاتړ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په حواله افغانان سوله غواړي او د دې وخت راغلى چې پر انتخاباتي سياستونو د تمرکز پر ځاى د افغانستان پر سياسي جوړجاړي تمرکز وشي.

د وزارت په حواله، که په مارچ مياشت کې د بين الافغاني مذاکرو له لارې دغه جوړجاړي ته زمينه برابره شي، دا د ټولو افغانانو په ګټه دى.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو پرون سې شنبه په واشنګټن کې يوه کنفرانس ته وويل، افغانستان ته د سولې لپاره يو تاريخي فرصت برابر شوى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو

هغه وايي: "موږ ته د سولې لپاره تاريخي فرصت په لاس راغلى، پر سوله سلا کېدل به اسان کار نه وي، خو بايد له دغه فرصت څخه ګټه واخلو."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير په خپلو خبرو کې زياته کړه، که چېرې د تاوتريخوالي د کمولو اوونۍ رعايت شوه، نو واشنګټن به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسليک کړي.

د تاوتريخوالي د کمولو اوونۍ له تېرې شنبې پيل شوې او تر راروانې شنبې دوام کوي.

مايک پامپيو وويل: "د تېرو ١٩ کلونو په جګړه کې دا د ټولو اړخونو له خوا د تاوتريخوالي کمولو لومړۍ اوونۍ ده، که چېرې بريالۍ شي، بيا هم وايم که چېرې د تاوتريخوالۍ دا اوونۍ بريالۍ وه، موږ به د فبرورۍ پر ٢٩مه، د ملي يووالي حکومت په همغږۍ د امريکا او طالبانو د سولې هوکړه لاسليک کړو، چې د بين الافغاني مذاکرو د پيل او له افغانستان څخه د پوځيانو په شرايطو پورې د تړلي تدريجي ايستلو مهالوېش به په کې شامل وي."

وسله وال طالبان تر اوسه نه دي حاضر شوي، چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ مذاکرو ته کېني خو د زلمي خليلزاد په مشرۍ يې له امريکايي پلاوي سره د سولې مذاکرې کړي دي.

قطر کې امریکايي او طالب مرکچیان د خبرو پرمهال- ارشیف

په افغانستان کې د دېره امريکايي پوځيانو شمېر شا و خوا ١٣٠٠٠ ته رسېږي او د هغه ائتلاف مشري کوي، چې ماموريت يې د افغان ځواکونو روزنه، سلا مشوره او همکاري ده.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې له زياتې مودې له امريکا بهر د امريکايي پوځيانو د ماموريتونو محدودولو هڅه کوي، پرون وويل، که له طالبانو سره هوکړه لاسليک شوه، نو په افغانستان کې به د امريکايي پوځيانو شمېر٨٦٠٠ ته راکم کړي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ټرمپ پرون په نوې ډيلي کې د هندوستان له صدراعظم نريندرا مودي سره په ګډ خبري کنفرانس کې احتمالاً طالبانو ته په اشاره وويل: "موږ به تل هلته خپل استخبارات او نور شيان ولرو، خو غواړو خپل پوځيان له زياتو برخو بېرته کورونو ته ستانه کړو، موږ به سيمه چې د ستونزو سرچينه ده، څارو، کله چې خپل پوځيان کورونو ته ستنوو، غواړو دوى يعنې طالبانو ته ووايو، که هرڅه پېښ شول سخته ضربه به درکړو."

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو ويلي، که چېرې بين الافغاني مذاکرې وشي، د اول وار لپاره به هغه افغانان چې د شخړې د ټولو اړخونو استازيتوب کوي پر يوځاى سره جرګه شي او د پخلاينې سخت کار ته به اوږه ورکړي.

په همدې حال کې د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغانستان په اړه په یوه تازه بیان کې ویلي چې د ټاکنیزې پروسې په اړه هره اندېښنه باید د اساسي قانون او حقوقي مقرراتو په اساس ځواب شي.

د ناټو سازمان په اعلامیه کې بیګا د سټولټنبرګ په حواله راغلي چې دی د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خوا د دغه هېواد د تېر سېپټېمبر ولسمشرۍ ټاکنو د وروستۍ پایلې د اعلان په اړه خبر دی.

هغه افغانان ستایلي چې په ټاکنو کې یې برخه اخیستې او هم یې د افغان پوځيانو یادونه کړې چې په ټاکنو کې یې د خلکو امنیت نیولی و.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ خو یو شمېر نورو کاندیدانو له هغه ډلې د ښاغلي غني اصلي سیال عبدالله عبدالله د ټاکنو پایلې رد کړې او ځان یې بریالی اعلان کړ.

د ناټو د سرمنشي په حواله په اعلامیه کې افغان سیاستوالو ته سپارښتنه شوې له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې کړکېچ لا پسې زیاتوي او سیاسي ثبات تر پوښتنې لاندې راولي.

د ناټو سازمان سرمنشي ینس سټولټنبرګ

هغه ویلي اوس یې وخت دی چې مسووله سیاسي خواوې متحدې شي او د سولې په پروسې تمرکز وکړي.

د ناټو د اعلامیې په پای کې د سټولټنبرګ په حواله راغلي چې ناټو سازمان به د اوږدې مودې لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرستې او همکارۍ ته دوام ورکړي.