ټرمپ: امریکا او پاکستان د تروریستانو پرضد ګډ کار کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هېواد يې له پاکستان سره د دې هېواد پر خاوره د فعالیت کوونکو تروریستانو پر ضد کار کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هندوستان ته پر دوه ورځني سفر تللی او نن یې د سفر دوهمه او اخري ورځ ده.

ده نن په نوې ډیلي کې د هندوستان له صدراعظم نریندر مودي سره په ګډه خبري غونډه کې خبریالانو ته وویل چې هندوستان به له امریکا څخه د درې میلیارده ډالرو په ارزښت دفاعي تجهیزات وپیري.

ده وویل: "ما او صدراعظم مودي په خپلو خبرو کې ټينګار وکړ چې زموږ دواړه هېوادونه ژمن دي چې خپل هېوادوال له اسلامي تروريزم څخه خوندي وساتو، په دې هڅه کې امریکا غواړي له پاکستان سره هم د هغو تروريستانو پر وړاندي کار وکړي چې د دې هېواد پر خاوره فعالیت کوي."

ولسمشر ټرمپ او مودي

ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې د کواډ نوښت يادونه هم وکړه چې امریکا، هندوستان، استرالیا او جاپان یې برخه دي.

ده وویل چې د وزیرانو په کچه د کواډ په نوم غونډه د تروريزم، سایبري جرایمو پر ضد پر مبارزه او پر سمندري امنیت تمرکز کوي.

ټرمپ نن د سې شنبې په ورځ هندوستان ته خپل سفر ډېر ګټور وباله او وې ویل چې دواړه هېوادونه به د دفاع په برخه کې له یو بل سره څنګ پر څنګ کار کوي.

ټرمپ وویل، هندوستان توافق کړی چې له امریکا به د اپاچي او ایم ایچ شپېته رومیو هیليکوپټرو په ګډون د درې میلیارده ډالرو په ارزښت دفاعي تجهیزات وپیري.

ټرمپ دا هم وویل چې له صدراعظم نریندر مودي سره د ده د خبرو یوه مهمه برخه پر دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو متمرکزه ده او د دواړو لوریو ټیمونو پر یوه پراخه سوداګریزه موافقه کار کړی.

د ده په وینا دا ډول یوه موافقه به د دواړو هېوادونو لپاره په اقتصادي برخه کې ډېره ګټوره وي.

واشنګټن او نوې ډیلي به له دې وروسته د دا ډول یوه موافقه لیک په اړه غونډې کوي.

ټرمپ د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې نن د امریکا په سفارت کې له هندي سوداګرانو سره هم وکتل.

ټرمپ له مودي سره په هندوستان کې د پنځه جي مخابراتي شبکې په اړه هم خبرې وکړې.

هندوستان ته د خپل سفر پر مهال امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هندي صدراعظم نریندر مودي سره د انرژۍ د برخې په ګډون درې موافقې لاسلیک کړې.