پر کرونا وایروس اخته مشکوک کس د غور له روغتونه تښتېدلی

د افغانستان په نقشه کې د غور موقعیت

د غور د ولايتي روغتون ډاکتران وايي، پر کرونا وایروس اخته مشکوک کس له روغتونه تښتېدلی دی.

د غور د ولايتي روغتون سرطبیب فضل‌الحق فرجاد د دې خبر په تأیید سره وویل، د دې کس خپلوانو نن له غرمې وروسته له ډاکترانو سره تر لفظي شخړې وروسته هغه له ځانه سره تښتولی دی.

یاده دې وي چې له دې مخکې د فراه د عامې روغتیا رئیس ویلي و چې د ایران او افغانستان سرحد ته نږدې فراه کې د کرونا وایروس دوه مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

عبدالجبار شایق نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د فراه دوه تنه اوسېدونکي چې د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې پر دکاندارۍ بوخت دي، زکام او تبه لري چې د سیمې روغتیايي ټیم له لوري تر جدي څارنې لاندې نیول شوي دي."

ښاغلي شایق زیاته کړه، تر اوسه تثبیت شوې نه‌ده چې دغه کسان پر کرونا وایروس اخته دي کنه، خو هغه وویل د دې وایروس د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.