چارواکي: هلمند کې د کرونا ۱ مشکوکه پېښه ثبت شوه

د افغانستان په نقشه کې د هلمند موقعیت

په هلمند کې د کرونا يوه مشکوکه پېښه ثبت شوې.

د هلمند‌ د والي د اړيکو او معلوماتو مسؤل زاهد اتل وايي هغه کس چې په دې ناروغۍ مشکوک پېژندل شوی، له هرات ولايت څخه راغلی وو چې دا مهال د عامې روغتيا رياست له‌خوا قرنطین شوی دی.

اتل پر خپل فېس‌بوک پاڼه ليکلي دي چي د يادې ناروغۍ سمپل‌یې مرکز ته لېږلی څو کره شي چي رښتيا هم مثبته ده که نه؟

د هېواد د يو شمېر ولايتونو وروسته هلمند مرکز لښکرګاه کې هم د کرونا په وایروس مشکوک کس قرنطین شوی دی.

چارواکو په کرونا د اخته شوي مشکوک کس په اړه ډېر جزئيات نه‌دي ورکړي.