د 'ثبات او هم‌پالنې' ټاکنیزې ډلې بیا د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې رد کړې

کابل کې ډاکتر عبدالله عبدالله په ملاتړ غونډه

د عبدالله عبدالله په مشرۍ "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزې ډلې یو وار بیا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بریا ادعا وکړه او ویې‌ویل چې د ټاکنو وروستۍ پایلې ورته د منلو وړ نه‌دي.

د دغه ټاکنیز ټیم غړو نن د ملي یووالي حکومت په اجرائیه ریاست کې د یوې ولسي غونډې پر مهال وویل چې ښاغلی عبدالله د پاکو رایو په وسیله ولسمشر دی او دوی به هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‌کړي چې په ناپاکو رایو اعلان شوی ولسمشر کارته دوام ورکړي.

د دغه ټیم غړي انوارالحق احدي وویل، له بهرنیانو غواړي چې د شفافو ټاکنو ملاتړ وکړي او ملي وحدت ته زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو خپلواک کمېسیون د وروستیو پایلو په اساس محمد اشرف غني بریالی اعلان کړی دی، خو عبدالله عبدالله اعلان شوې پایلې نه‌دي منلي.

ټاکل شوې چې ولسمشر غني د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په توګه د راتلونکې پنجشنبه په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړي، خو ورسره د "ثبات او هم‌پالنې" ټاکنیزه ډله هم د د دوی په وینا د "ټول‌‌شموله" حکومت له‌خوا د لوړې د مراسمو ترسره کولو خبر ورکوي.