د افغانستان او ایران ترمنځ ځمکنی او هوايي تګ راتګ بېرته پیل شو

هرات کې د ایران او افغانستان ترمنځ سرحدي سیمه

د افغانستان د ملي امنیت شورا نن سې شنبه د فبرورۍ ۲۵مه، خبر ورکړ چې له ایران سره پر پوله تګ راتګ بېرته پیل شوی دی.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل نن د فبرورۍ ۲۵مه، پر ټویټر لیکلي چې د كرونا وايروس کاري کمېټې فیصله کړې چې ایران ته د خلکو د تګ راتګ لړۍ به د روغتیا د نړیوال سازمان له اصولو سره سم کېږي.

په ایران کې د اېلنا په نوم خبري اژانس نن خبر ورکړ چې ۵۰ تنه یوازې په قُم ښار کې د کرونا وایروس له امله مړه شوي دي.

خو د ایران د روغتیا وزارت مرستیال دا خبر رد کړی او ویلي یې دي چې ۶۱ کسان په کرونا وایروس اخته پېژندل شوي او یوازې ۱۲ تنه تر اوسه مړه شوي دي.

په هرات کې چارواکو پرون تأیید کړه چې یو وګړی چې په وروستیو کې له ایرانه ورغلی و، په کرونا وایروس اخته پېژندل شوی دی.

په غور کې چارواکو نن وویل چې یو مشکوک وګړی يې پېژندلی چې په وروستیو کې له ایرانه ورغلی او غالباً د کرونا وایروس لري.

خو د غور د عامې روغتیا ریاست ویلي چې د مشکوک ناروغ وینه د تشخیص لپاره کابل ته استول شوې ده.