فراه کې د کرونا وایروس دوه مشکوکې پېښې ثبت شوي

د افغانستان په نقشه کې د فراه موقعیت

روغتیايي چارواکي وايي، د ایران او افغانستان سرحد ته نږدې فراه کې د کرونا وایروس دوه مشکوکې پېښې ثبت شوې دي.

د فراه د عامې روغتیا رئیس عبدالجبار شایق نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل: "د فراه دوه تنه اوسېدونکي چې د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې پر دکاندارۍ بوخت دي، زکام او تبه لري چې د سیمې روغتیايي ټیم له لوري تر جدي څارنې لاندې نیول شوي دي."

ښاغلي شایق زیاته کړه، تر اوسه تثبیت شوې نه‌ده چې دغه کسان پر کرونا وایروس اخته دي کنه، خو هغه وویل، د دې وایروس د مخنیوي لپاره جدي تدابیر نیول شوي دي.