د کرونا د خپرېدو له امله د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونې اندېښنه

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي اندېښنه ښیي چې د کرونا وایروس د خپرېدو له امله به د افغانستان اقتصاد ته زیان ورسېږي.

د دې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، دغه وایروس به لامل شي چې له یو شمېر هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې پرې شي.

نوموړي وویل، هیله‌من دي چې د افغانستان د روغتیا وزارت د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره جدي اړین اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هرات کې د کرونا وایروس یوه مثبته پېښه ثبت شوه.