هشت صبح: افغانان سختې ورځې تېروي

د کابل ځینې ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپانو د بېلابېلو مسایلو ترڅنګ تر ډېره د ولسمشریزو ټاکنو د نتایجو پر سر راپورته شویو جنجالونو په تړاو لیکنې او تبصرې کړې دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په سرمقاله کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ راپورته شویو کړکېچونو ته په کتو لیکلي، "دواړه لوري د بېلابېلو کمېسیونونو په جوړولو سره د لوړې مراسمو لپاره چمتووالی نیسي."

د ورځپاڼې په وینا، دې وضعیت افغانان ناهیلي کړي او ان یو شمېر په دې باور شوي چې دا به د افغانستان د تجزیې لپاره د خطر یو زنګ وي.

ملي ارمان ورځپانې د سرمقالې په وروستۍ برخه کې ټينګار کړی، که چېرې تمه دا وي چې په هېواد کې قانون پلی شي باید د ټاکنو پایلې لغوه او د ۳۰۰ زره رایو برخلیک د قانون په بنسټ روښانه شي، د سرمقاله لیکونکي په وینا همدا د ټاکنو پر سر د رامنځته شویو لانجو یوازنۍ لار ده.

  • هشت صبح

د هشت صبح ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، "افغانان سختې ورځې تېروي."

وړاندې په سرمقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې لپاره هیلې زیاتې شوي، خو د ټاکنو بحران او د کرونا د لومړنۍ پېښې ثبتېدلو افغانانو ته ګڼې اندېښنې پیدا کړې دي.

د ورځپاڼې په وینا د اوسني وضعیت د کنټرول لپاره باید قانون ته مراجعه وشي.

د سرمقالې لیکونکی په دې باور دی چې په افغانستان کې قانون خپل اصلي او رښتینې معنی له لاسه ورکړې او په باور یې هر هغه څوک چې په قدرت کې وي ګټونکی به هماغه وي، نو د سرمقاله لیکونکي په باور، په همدې دلیل سیاسي ډلې د قدرت ترلاسه کولو لپاره له هرې وسیلې کار اخلي.

هشت صبح ورځپاڼې د پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف په مشرۍ منځګړیتوب ته په اشارې لیکلي، ښکېل لوري د با نفوذه شخصیتونو پرته نه‌شي کولای چې دا بحران کابو کړي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، "ولسمشر غني د کړکېچونو د هوارولو لپاره هڅې پیل کړې دي."

ورځپاڼې لیکلي چې محمد اشرف غني هڅه کوي چې بېلابېلو لورو سره خبرې وکړي او روان وضعیت کابو کړي.

هېواد ورځپاڼې په وروستۍ برخه کې لیکلي، د نسبي اوربند په ټينګېدو سره ملګرو ملتونو او د افغانستان متحدو هېوادونو د ډاکتر عبدالله له پلویانو غوښتي چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې د انتخاباتو پایلې ومني او د سولې په برخه کې همکاري وکړي.