چارواکي: خوست کې د ملخانو یرغل حاصلاتو ته زیان نه‌دی اړولی

خوست کې ډېرو خلکو د ملخانو له یرغل څخه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د دې ولایت کښتونه د ملخانو له خطر سره مخ دي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په خوست کې د ملخانو یرغل د کروندو حاصلاتو ته زیان نه‌دی اړولی.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، ډېر ژر به دغه ملخان خپل لوری بدل کړي.

هغه زیاتوي: "دغه ملخان تر ډېره هغو ځایونو ته ځي چې د کښت فصل وي او محصولات نږدې وي، له نېکه‌مرغه چې اوس په خوست کې کروندو ته هېڅ خطر متوجې نه‌دی."

دا په داسې حال کې ده چې په خوست کې ډېرو خلکو د ملخانو له یرغل څخه اندېښنه ښودلې او ویلي چې د دې ولایت کښتونه د ملخانو له خطر سره مخ دي.

خو د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، دغه ملخان به تر راتلونکو څو ورځو پورې خپل لوری پاکستان ته بدل کړي.

ښاغلی رستمي وايي، دغه وزارت له وړاندې د ملخانو د یرغل وړاندوینه کړې وه، تدابیر یې ورته نیولي او په دغه ولایت کې خپل تخنیکي ټیم ځای پر ځای کړی څو په دې برخه کې مبارزه وکړي.